د خېبر پښتونخوا نګران وزير اعلی د برېګېډيئر په شمول د 5 امنيتي اهلكارو په شهادت خواشيني اوښودله

پېښور ۔ 22 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران وزير اعلی محمد اعظم خان په وزيرستان كښې د ترهګرو د بريد په نتيجه كښې د برېګیډیئر په شمول د 5 امنيتي اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي كړې ده۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے شهيد شويو ته د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنيو كورنيو له د …

پېښور ۔ 22 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران وزير اعلی محمد اعظم خان په وزيرستان كښې د ترهګرو د بريد په نتيجه كښې د برېګیډیئر په شمول د 5 امنيتي اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي كړې ده۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے شهيد شويو ته د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔ ده پېښه كښې د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرو په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ ده زياته كړه چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې اولس خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے