په موجوده وخت كښې به د پاكستاني قوم په حېث مونږ له خپلو صفونو كښې يو والي او تنظيم ته وده وركول وي٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر

پېښور ۔22مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د 23 مارچ 1940 د پاكستان جوړولو له د هڅو كولو يوه لويه ورځ وه ولې چې په دې ورځ د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره د يو بېل مملكت پاكستان جوړولو قرارداد وړاندے كړے شو۔ په دې ننۍ ورځ به مونږ له د قرارداد پاكستان په پس منظر كښې موجود فكر څخه ځان خبرول وي ولې چې دغه فكر د اسلامي اصولو له مخې مسلمانانو لپاره د يو جلا شناخت ترلاسه كول وو۔ نن د لوے څښتن په فضل پاكستان د نړۍ په نقشه د يو اتومي طاقت په صورت كښې موجود دے۔ د پاكستان ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ده ووئيل نن به مونږ له دا خبره ياد ساتل وي چې پاكستان او جمهوري هېواد دے كوم چې د كلمې په بنياد جوړ شوے دے۔ زمونږ د هېواد بقا او سلامتيا په جمهوريت او په اسلامي اصولو عملدرآد كښې ده۔ ده ووئيل زه نن خپلو ځوانانو ته وئيل غواړم چې د پاكستان د جوړېدو په شا د قربانيو يو اوږد تاريخ او د آزادۍ فلسفه ده ٬ د دې هېواد خلق اوس تاسو ځوانان يۍ٬ د ځوان كول محفوظ او روښانه سباؤن لپاره په ننۍ ورځ د پاكستان د جوړېدو قرارداد وړاندے كړے شوے وو۔ ده ووئيل دا هېواد اوس ستاسو په لاسو كښې دے او اوس به تاسو له د دې هېواد نامه په نړۍ كښې روښانه كول وي ٬ د خپلو اسلافو قربانۍ به ضائع كېدو له نه وركول وي٬ دا هېواد د ټولو دے او مونږ ټولو له به د دې حفاظت باوري كول وي۔