حوېلو كښې د تحصيل چيئرمېن عاطف منصف په ګاډي ډزې٬ 10 كسه مړه

حوېلياں 20مارچ (اے پي پي)د حوېلو په لنګره كلي كښې د نامعلومو كسانو د ډزو په نتيجه كښې د تحصيل چيئرمېن عاطف منصف خان جدون پشمول په ګاډي كښې ناست 10 كسه په حق رسېدلې دي۔ګاډي ته د اور لګېدو له امله ټول كسان سوځېدلې دي۔د ځايې كسانو له مخې په ګاډي كښې 10 كسه ناست وو۔د اېبټ آباد ډي پي او عمر طفيل له مخې د ګل په ماښام د تحصيل چيئرمېن عاطف منصف خان په خپل ګاډي كښې د دوستانو سره لنګره كلي ته د فاتحه خوانۍ لپاره روان ؤ ۔په لاره كښې 12 نامعلومه كسانو په ګاډي ډزې وكړې چې په نتيجه كښې يې په ګاډي كښې ټول ناست كسان په حق ورسېدل۔د ځايې كسانو له مخې په مړو شوو كسانو كښې يو پوليس اهلكار هم شامل دے۔د تورونو د ډزو نه پس په ګاډي اور ولګېدو چې پكښې ټول كسان وسوځېدل۔د پیښې ځايې ته د اېبټ آباد ډي پي او عمر طفيل د پوليس افسرانو او فائر برېګېډ سره د پېښې ځاې ته ورسېد او مړي يې د ګاډي څخه ويستلو سره ډسټركټ هېډكوارټر روغتون اېبټ آباد ته منتقل كړل۔په دې اړه د حوېلو اېس اېچ او واجد خان سره په رابطه كولو ده ته ووئيل ټول مړي سوځېدلې دي چې له مخې يې د مړو شناخت نه كېږي۔د ډي اېن اے او پوسټ مارټم رپورټ راتللو نه پس به د مړو شناخت كېږي۔د ځايې كسانو له مخې په ګاډي كښې 10 كسه ناست وو۔د حوېلو په تهاڼه كښې د نامعلومو كسانو په ضد مقدمه درج كولو سره پوليس پلټنې پېل كړې دي ۔