فېصل آباد۔20مارچ(اے پی پی) پاكستان كښې د تيونس سفير برهان الكامل د پاكستان او تيونس ترمينځه د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو زياتولو له د پلاويو په تږ راتږ زور راوړلو سره وئيلي دي دا مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم صلاحيت څخه ډېر كم دے او د دې زياتولو له به تاجرانو له خپل كردار ترسره كول وي۔ د فېصل آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر ډاكټر خرم طارق سره په خصوصي ملاقات كښې ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ٬ كلتور٬ سېلګرۍ او صنعت په برخو كښې د همكارۍ يو شمېر لوظنامو څخه بايد ګټه پورته كړې شي۔ ده ووئيل پاكستاني وګړي د تيونس وېزې آساني هم لري۔ ډاكټر خرم طارق د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ موقعو زياتولو ذكر كولو سره ووئيل دواړو هېوادونو له به تجارتي حجم لږ تر لږ يو ارب ډالر ته رسولو له فوري اقدامات كول وي۔ د تيونس سفير فېصل آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري ته د تيونس دورې كولو بلنه وركولو سره ووئيل دې سره به تيونس لپاره د فېصل آباد د برآمدي پوټېنشل په اړه خبرېدو به مرسته ترلاسه شي