د بلوچستان وزیراعلئ پی اېس ایل 8 په ښه ډول ترسره كولو شائقین کرکټ ،پی سی بی او ډلو له مباركي وركړه

کوئټه 19مارچ (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلئ میر عبدالقدوس بزنجو پی ایس ایل 8 په ښه ډول ترسره كولو شائقین کرکټ ،پی سی بی او ډلو له مبارکي وركړې ده،د بلوچستان وزیراعلئ پی اېس ایل یادګار فائنل میچ كښې په کامیابۍ لاهور قلندر له مباركي وركړه،ده ووئيل پی ایس ایل په يو ښه چاپيرچل كښې كولو سره دا پيغام وركړې شوي چې پاکستان يو امناكه هېواد دې،پاکستانیان د لوبو سره م ينه او ترهه ګرۍ څخه كركه كوي،پی ایس ایل كښې شريك غير ملکی لوبغاړي د پاکستان سره ښه يادونه او مينه لري ۔ده هيله څرګندنه كړه چې غیر ملکی لوبغاړي به د پاکستان سفیر جوړآدو سره زمونږ د هېواد مثبت تاثر رامخې ته كړي،د بلوچستان اولس هم د لوبو سره او په خاص توګه كركټ سره مينه لري،کوئټه كښې د پی ایس ایل نمائشی میچ کامابۍ سره د كركټ دروازي پرانستلې شوي۔