ډھاكه 19مارچ (اے پي پي) بنګله دیش كښې د مسافرو يو بس ژوري كندي ته پريوتې چې په نتيجه كښې ئې 17 كسان مړه او 26 څخه زيات ژوبل شوې دي۔ د چین خبررسني ادارې له مخې په شیبچار هائی وے پولیس وياند عبداللهیل باقی میډیا ته ووئيل د اتوار په ورځ ځائې وخت له مخې د ډهاكه څخه 63 كلومیټره سوئيل كښې په ایكسپریس وے د مسافرو يو بس د تند رفتارۍ له امله چپه كيدو سره ژوري كندي ته پريوتې چې په نتيجه كښې ئې 17 كسان مړه او 26 څخه يات ژوبل شوې دي۔ده ووئيل هائی وے پولیس او ریسكیو اهلكارو مړه او ژوبل كسان ځائې روغتون ته رسولې دي۔دا خبره دې ياده وي چې بنګله دیش كښې د ټرافكي پېښو په نتيجه كښې تر ټولو زيات كسان مړه كېږي۔