اكرا 19مارچ (اے پي پي) د ګھانا جھیل وولټا كښې د بيړۍ پېښي په نتيجه كښې 5 كسان مړه شوې دي۔د چین خبررسني ادارې له مخې عزیزاكپے الیكټورل ایریا اسمبلۍ غړي ډینیئل اډزاكپا ووئيل يوه بيړۍ كښې 25 مسافر د عزیزانیا څخه عزیزاكپے ته روان ؤ كومي چې خپل توازن په ځائې نه ساتلو سره چپه شوه چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه شوې دي۔ده ووئيل بيړۍ كښې د ګنجائش څخه زيات كسان ناست ؤ او مسافرو لائف جیكټس هم نه ؤ اچولې۔دا خبره دې ياده وي چې وولټا جھیل كښې دا ډول پېښي رامخې ته كېږي ٬ سږ كال په 24 جنوری ماشومان سكول ته وړولو سره يوه بيړۍ چپه شوې وه چې په نتيجه كښې ئې 8 ماشومان مړه شوې وو۔