د تیونس د كورنيو چارو وزير د ذاتی وجوهاتو په سوب استعفیٰ وركړه

تیونس 18 مارچ (اے پي پي) د تیونس د كورنيو چارو وزير توفیق چارفیدین د ذاتی وجوهاتو په سوب د خپلي استعفیٰ اعلان کړې دې۔د چین خبررسني ادارې له مخې توفیق چارفیدین صوبه نابیل كښې د نېشنل ګارډ سکول يوي دستوري په موقع د استعفیٰ اعلان كولو نه پس ميډيا سره خبرو كښې ووئيل چې ما تير كال د خپلي كوروداني د مړيني نه پس د خپل بچو لپاره د زيات وخت وركولو پريكړه كړې ده۔ده د تیونس صدر قیس سعید مننه وكړه چا چې د چارفیدین له مخې د هغه صورتحال پيژندلې دې۔دا خبره دې ياده وي چې د تیونس وزیر اعظم نجلا بوډن کابیني څخه دا وړومبۍ استعفیٰ ده۔