مصر كښې د ودانۍ راپريوتولو په نتيجه كښې 5 كسان مړه ، 2 ژوبل

قاهره 18 مارچ (اے پي پي) د مصر جنوبی صوبې منیا كښې رهائشی ودانۍ راپريوتلو په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 2 ژوبل شوې دي۔د چین خبررسني ادارې د مصر سرکاری میډیا په اړه ووئيل په مینا كښې په يو كلي كښې درې منزله ودانۍ راپريوتو په نتيجه كښې د يوي كورنۍ 5 كسان مړه او دوه ژوبل شوې دي۔ده ووئيل د پېښي نه پس سول پروټیکشن فورسز او ایمبولینسیز د پېښي ځائې ته رسيدلو سره مړه او ژوبل كسان د ودانۍ د ملبے څخه راوېستلو سره نزدې روغتون ته رسولې دي۔پبلك پراسیکیوشن د پېښي په سمسدتي توګه د پلټنو امر كړې دې۔