مکه مکرمه ۔17مارچ (اے پی پی) د حرمېن شریفېن انتظامیې د روژې مباركې مياشتې په مهال په مسجد الحرام كښې د تراويح او تهجد لپاره د امامت شېډول جاري كړے دے۔ د سعودي خبري اژانس له مخې د حرمېن شريفېن انتظاميې په يو بيان كښې وئيلي دي چې د روژې مباركې مياشتې په مهال تراويح او د وتر لمونځونو امامت لپاره چې كوم امامان ټاكلې شوي دي په هغوي كښې شېخ ډاکټر عبد الرحمن السدېس، شېخ ډاکټر یاسر الدوسری، شېخ ډاکټر عبد اللہ عواد الجهنی، شېخ ډاکټر ماهر المعیقلی او شېخ ډاکټر بندر بلېله شامل دے