ریاض ۔17مارچ (اے پی پی) د مسجد حرام او مسجد نبوی چارو جنرل پریذیډنسی معذور وګړو لپاره د مسجد الحرام 8 دروازې بېلې كړې دي۔ د سعودي خبري اژانس له مخې د مسجد حرام او مسجد نبوي چارو جنرل پرېذېډنسي لخوا په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د دې اقدام مقصد معذورو وګړو له د عبادت ادا كول آسان جوړول دي۔ معذورو وګړو لپاره چې د مسجد حرام كومې داخلي دروازې بېلې كړې شوي دي په هغو كښې په ترتيب سره 68، 74، 79، 84، 89، 90، 93 او 94 نمبر دروازه شامل ده۔ دې دروازو څخه د وھيل چيئر او نورو ګاډو ننوتلو خصوصي انتظامات شوي دي۔