کابل۔16مارچ (اے پی پی) ایران څخه 4 زره 986 افغان كډوال خپل هېواد ته بېرته رسېدلي دي۔ د چينائي خبري اژانس له مخې د افغانستان د كډوالو او د دوي هېواد ته د بېرته راستنولو چارو وزارت د زيارت په ورځ خپل بيان كښې ووئيل د افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو لړۍ روانه ده او د تېرو دوو ورځو په مهال 4 زره 986 كډوال هېواد ته بېرته رارسېدلې دي۔ دغسې په مجموعي توګه د 6 مياشتو په مهال 2 لکه 80 زره افغان كډوال خپلو كورونو ته بېرته راغلې دي۔ بلخوا د افغانستان عبوري حكومت په بهر هېوادونو كښې د كډوالو په حېث د مېشته افغان وګړو هېواد ته د بېرته په راستنولو زور راوړے دے