د اے اېن پي صوبائي صدر ايمل ولي خان سره د باچا خان ټرسټ ايجوكېشنل فاؤنډېشن عهديدارو ملاقات

پېښور 16مارچ(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي (اے اېن پي) صوبائي صدر ايمل ولي خان سره تېره ورځ د باچا خان ټرسټ ايجوكېشنل فاؤنډېشن چيئرمېن وقار خټك او منيجنګ ډائرېكټر ساجد اقبال داودزئي په ولي باغ چارسده كښې ملاقات كړے ۔د باچا خان ټرسټ وياند له مخې په ملاقات كښې د باچا خان سكولونو بېلو چارو په اړه خبرې اترې شوې دي