پېښور 16مارچ(اے پی پی) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وزيرمملكت او د پاكستان پيپلز پارټي د اطلاعات مركزي سېكرټري فيصل كريم كنډي په پېښور كښې د افنان كنډي كور ته لاړو او هغه سره يې د مور په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده د ارواښادې لپاره فاتحه خواني او دعا وكړه چې لوي څښتن دې هغې له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركري۔