کوئټه۔15مارچ(اے پی پی) بلوچستان یونین آف جرنلسټس د انصاف لائرز فورم په احتجاج كښې خبريالاتو سره په شوي ناروا سلوك د اندېښنې څرګندونه كولو سره وئيلي دي د ميډيا ډلو په كار كښې خنډان راولاړول د افسوس وړ عمل دے۔ د بي يو جے صدر عرفان سعيد او عمومي سېكتر منظور احمد د شورؤ په ورځ په خپل بيان كښې ووئيل د پي ټي آئي مشرتابه دې په احتجاج او اولسي غونډو كښې د خبريالاتو تحفظ او احترام باوري كولو له اقدامات وكړي ولې چې دې څخه وړاندې هم ميډيا سره داسې ٬ شوي۔ ده غوښتنه وكړه چې د پي ټي آئي مشرتابه دې خبريالانو سره د رامخې ته شوې پېښې نوټس واخلي او كه دوي خپل دا عادت بدل نه كړو نو بيا به خبريالان خپله تګلاره وضعه كړي۔