
پېښور ۔ 15 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم صلاحكار او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي د رېلوے مزدورانو جائز مسئلې حل كولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پريم يونين ريلوے پاكستان مركزي سېكتر حفاظ ابو سعيد جعفري په مشرۍ كښې يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ حافظ ابو سعيد جعفري انجینئر امیر مقام د رېلوے مزدورانو ته پېښو مسئلو څخه خبرولو كښې ووئيل د ګرانۍ په روانه وضعه كښې مزدور طبقه زياتو ستونزو سره مخ ده۔ امیر مقام دوي ته ووئيل د رېلوے مزدورانو جائز مسئلې حل كولو ته حكومت پام لرنه كوي او دا به وفاقي حكومت ته ډېرې زر وړاندې كړې شي