الېكشن كمېشن د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو نېټه كښې د لا دوو ورځو پراختيا وكړه

لاهور۔14مارچ (اے پی پی) الېکشن کمېشن د ټولو خوښي لرونكو كانديدانو آسانيو لپاره د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو نېټه كښې د دوو ورځو پراختيا كړې ده۔ د الېكشن كمېشن وياند له مخې په دې نېټه كښې د اضافې اطلاق به په مخصوص نشستونو كېږي۔ اوس د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو وروستۍ نېټه به د روانې مياشتې 16 مه نېټه وي۔ له دې كبله ټول سياسي ګوندونه په مخصوص نشستونو Priority lists تر 16 مې نېټې صوبائي الېكشن كمشنر پنجاب (ریټرننګ آفیسر) سره د كاغذونو جمع كولو پابند دي۔ دې نه ځانله د الېكشن كمېشن ټول شېډول د الېكشن كمېشن د نوټيفكېشن (8 مارچ 2023) له مخې په ځاے ساتلے شوے ۔ ټاكنې به د اپرېل په 30 مه نېټه كېږي