د وزیراعظم د توان لپاره خاص مرستيال انجینئر امیر مقام د پیسکو هیډکوارټر دوره

پېښور 10 مارچ (اے پي پي) د وزیراعظم د توان لپاره خاص مرستيال انجینئر امیر مقام تيره ورځ د پیسکو هیډکوارټر دوره كړې ۔ چیف ایګزیکیټو آفیسر پیسکوعارف محمود سدوزئی او نورو اعلی افسرانو د هغه هركلے وكړو۔د ملاقات په مهال چیف ایګزیکیټو آفیسر پیسکو عارف محمود سدوزئی هغه له د پیسکو په انتظامی چارو تفصیلی بریفینګ وركړو او هغه ئې د ریکوری ، لائن لاسسز او کنډا کلچر په اړه خبر كړو- انجینئر امیر مقام ووئيل ایماندارۍ او دیانتدارۍ سره خپل فرائض ترسره كولو له ضروري ده چې چې دا اداره پرمختګ كولو سره سره د پاکستان پرمختګ لپاره هم مرستياله وګرځي۔ سی ای او پیسکوعارف محمود سدوزئی د خاص مرستيال مننه كولو سره ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د برېښنا مسئلو يواځنې حل سولرائزیشن دے ځكه چې كه خېبر پښتونخوا اولس له آرزانه برېښنا وركړې شوه نو د برېښنا په غلا كښې به ښكاره كمے راشي۔