د مېرمنو د حقونو په اړه د لوئيديز رويه منافقانه او سياسي ده٬ ايران

نیویارک۔9مارچ(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د ايران سفيرې او ډپټی چیف ډیليګېټ زهرا ارشادي د مېرمنو او بشري حقونو په اړه د امريكې او لوئيديزو هېوادونو رويه منافقانه او سياسي ګرځولې ده۔ د ايران خبري اژانس له مخې د سلامتي كونسل غونډې ته خپل خطاب كښې زهرا ارشادي ووئيل د مېرمنو او انجونو خپلواكه جوړول د ايران حكومت په ترجيحات كښې شامل دي٬ مونږ په دې غونډه كښې د ځينې هېوادونو لخوا د ايران په ضد بې بنسټه ادعاګانې او غېر ضروري حوالې رد كولو سره د دې سخته غندنه كوؤ۔ دې ووئيل د ايران مېرمنې په سائنس ٬ زده كړو او د سياست پشمول په بېلو مېدانونو كښې كار كوي او په ايراني سماج كښې پرېكنده كردار لري۔ دې د سلامتي كونسل په غونډه كښې د اسرائيلي حكومت د استازي په بللو سخت ټكونه وكړل۔ دې په مقبوضه فلسطين كښې د مېرمنو د حقونو د ښكاره خلاف ورزو پېښو بشپړ ذكر كولو سره ووئيل د صیهونی حکومت استازې دې په غزه او نورو فلسطيني سيمو كښې د مېرمنو په ضد د اسرائيلي رجيم روانو مجرمانه اقداماتو ته هم پام وكړي۔ د مېرمنو په اړه د سلامتي كونسل په غونډه كښې د نورو هېوادونو استازو وېنا وه چې مېرمنې د جنګونو د لاسه زياتې ځپلې كېږي خو په سفارتي خبرو كښې دوي ته ټول عمري ثانوي حېثيت وركولې شي