ملګري ملتونو ۔9مارچ (اے پی پی) چين په امريكا او نورو هېوادونو زور راوړے چې هغه دې د افغان مېرمنو حقونو او مفادات تحفظ له د افغانستان سمندر پورې اثاثې په فوري توګه بحال كړي۔ د چينائي خبري اژانس له مخې په اګست 2021 كښې د امريكائي پوځ افغانستان څخه له وتلو وروستو امريكې د افغان مركزي بانك د 9.5 بلین ډالرو اثاثو منجمد كولو اعلان كړے ؤ ۔ دا امريكائي اقدام ځينې هېوادونو ډاكه بللې ده۔ په ملګرو ملتونو كښې د چين دوهم مستقل استازي كېنګ شوانګ د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب كښې ووئيل د افغان اولس سمندر پورې اثاثې بايد افغان اولس لپاره وكارولې شي۔ ده ووئيل د افغان اثاثو منجمد كول غېر قانوني دي او هېڅ جواز نه لري۔ ده ووئيل افغان مېرمنې بې وزله طبقه ده كومه چې د څو كالو روان جنګ او ستونزو د لاسه زياتې ځپلې شوي۔ چينائي استازي ووئيل د نړيوالو خنډانو لرې كولو او د بندېزونو پورته كولو نه غېر د افغان انجونو او مېرمنو حقونه او د دوي د ګټې تحفظ باوري كېدے نه شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې يو اړخيزه بندېزونه د ځايي مېرمنو او كوچنيانو بقاﺀ او پرمختګ سخت ستونزو سره مخ كوي ځكه بايد بندېزونه په سمدستي توګه پورته او خنډان لرې كړې شي