ډھاکه۔9مارچ(اے پی پی) د بنګله دېش پلازمينه ډھاكه كښې د استوګنې په يوه ودانۍ كښې د چاؤدنې له امله د مړو شمېره 20 ته رسېدلې ٬ د رېسكيو اپرېشن بشپړ كړے شوے ۔ د چينائي ابلاغ ذريعو له مخې په ډھاكه كښې د استوګنې په يوه ودانۍ كښې د چاؤدنې له امله د مړو شمېره 20 ته رسېدلې او ټول مړي او ژوبل شوي كسان د ډھاكې ميډيكل كالج روغتون ته منتقل كړے شوي چرته چې د يو شمېر حالت اندېښمن ښودلے شوے۔ تر دې دمه د چاؤدنې علت نه دے معلوم شوے