افغانستان كښې د بشري همدردۍ په بنیاد مرسته كولو كښې کمے كول به په اخلاقی توګه ناسمه او په سیاسی توګه د زيان وړ وي۔ سفیر منیر اکرم

ملګري ملتونه 09 مارچ (اے پي پي) پاکستان د افغانستان لپاره د بشري همدردۍ په بنیاد مرستي وركولو كښې كمے يا د خنډانو راولاړولو په اړه خبردارے وركولو سره وئيلي دي افغانستان كښې 2 کروړه 80 لکهه كسان د غريبۍ سره مخ دي او په په دې صورتحال كښې د بشري همدردۍ په بنیاد مرسته كولو كښې کمے یا خنډان به په اخلاقی توګه غلط او په سیاسی توګه د …

ملګري ملتونه 09 مارچ (اے پي پي) پاکستان د افغانستان لپاره د بشري همدردۍ په بنیاد مرستي وركولو كښې كمے يا د خنډانو راولاړولو په اړه خبردارے وركولو سره وئيلي دي افغانستان كښې 2 کروړه 80 لکهه كسان د غريبۍ سره مخ دي او په په دې صورتحال كښې د بشري همدردۍ په بنیاد مرسته كولو كښې کمے یا خنډان به په اخلاقی توګه غلط او په سیاسی توګه د زيان وړ وي۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل مندوب منیر اکرم تيره ورځ د افغانستان په صورتحال د سلامتی کونسل په غونډه كښې ووئيل افغانستان له د بشري همدردۍ په بنیاد مرسته وركولو كښې كمے يا خنډانو سره به افغانان چې پكښې ميرمني او ماشومان شامل دي بشري حقونو ته زيان ورسي۔د پاکستان مندوب د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل د افغانستان بحالۍ منصوبې لپاره د 4.2 بلیونه ډالره فنډنګ وركولو غوښتنه كړې ده۔ده د افغانستان په ميرمنو او په جينكو د لګيدلو اوسنو بنديزونو باندې د مایوسۍ څرګندونه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د افغانستان عبوری حکومت به د اسلامی احکامات له مخې دا مسئلې حل كړي

مزید خبریں