خېبر پښتونخوا كښې د عمران خان د اړخه په خالي كړو د قامی اسمبلۍ په چوكو به ضمني ټاكني په 30اپریل کېږي

پېښور 09 مارچ (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د پخواني وزیراعظم عمران خان د اړخه په خالی کړو د قامي اسمبلۍ په درې چوكو ضمنی ټاكني به په 30 اپریل کېږي۔الیکشن کمېشن آف پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان د اړخه په خالي کړو د قامي اسمبلۍ په چوكو د ضمنی ټاكنو شیډول جاری کړے ۔الیکشن کمېشن له مخې د قامی اسمبلۍ په 6 چوكو ضمنی ټاكني به په 30 اپریل کېږي۔د قامی اسمبلۍ په دې خالي كړو چوكو كښې د خېبر پښتونخوا درې حلقې این اے ۔31 پېښور ، این اے ۔22 مردان او این اے۔ 24 چارسدہ شاملې دي۔په 16 اکتوبر 2022 عمران خان د قامی اسمبلۍ په 7 حلقو ضمنی ټاكنو كښې كانديد ؤ او هغه په 6 چوكو کامیابی ترلاسه كړې وه او په يو كښې ماتي سره مخ شوے ؤ۔دې نه پس د این اے 45 ضمنی ټاكنو كښې هم عمران خان کامیاب شوے ؤ۔ بيا الیکشن کمېشن عمران خان په 6 چوكو ډی نوټیفائی کړے ؤ۔