كوئټه 08مارچ (اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو په درې ورځنۍ سركاري دوره ګوادر ته رسېدلے دے ۔وزيراعلٰی به د خپلې دورې په مهال د بېلو پرمختيائي پروژو پرانسته او معائنه كوي۔وزيراعلٰی به طبانو نيوونكو او نورو بېلو پلاؤيو سره ملاقاتونه هم كوي۔وزيراعلٰی به د امن او امان او پرمختيائي چارو په اړه د اعلٰی كچ غونډې مشري هم كوي۔صوبائي وزيران مير ضياﺀالله لانګو ٬ عبدالرشيد بلوچ او د صوبائي اسمبلۍ غړي مير حمل كلمتي هم د وزيراعلٰی سره ملګري دي۔د بلوچستان چيف سېكرټري عبدالعزيز عقيلي او د بېلو صوبائي محكمو سېكرټري هم په ګوادر كښې موجود دي