
پېښور 08مارچ (اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي (اے اېن پي)مشر اسفنديار ولي خان د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع پېغام كښې وئېلي دي د مېرمنو نړيواله ورځ تقاضا لري چې ورله په ټولنه كښې جائز مقام وركړے شي۔اسفنديار ولي خان ووئيل د درېمې نړۍ ځينې هېوادونو كښې مېرمنې د خپلو بنيادي حقونو څخه محرومې دي۔مېرمنې د رسم او رواج په زنځيرونو كښې تړلې شوي او اوس هم د خپل شناخت به لټون در په در دي٬ ده ووئېل مېرمنو ته چې تر څو د برابرۍ په بنياد حق نه وركړے كېږي٬تر هغه وخت د پرمختګ كړې ټولنې قيام ممكن كېدے نه شي۔ده ووئيل د پرمختګ پلو پیش قدمۍ لپاره به سوچ بدلول وي۔د مېرمنو نړيواله ورځ د همدردۍ څرګندونه كولو په ځاې مېرمنې خپلواكه جوړولو لپاره دې وكارولې شي