ملګري ملتونه ۔8 مارچ(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي د جنګونو د لاسه تر ټولو زياتې مېرمنې ځپلې كېږي او سره د دې په سفارتي ډګر د دوي نمائندګي كمه ده۔ د سعودی ابلاغ ذريعو له مخې د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګې ايګزيكټيو ډائرېكټر سيما باهوس نړيوالې ورورولۍ څخه په ګرده نړۍ كښې د مېرمنو تحفظ او دوي ته د خپلو حقونو …
د جنګونو د لاسه مېرمنې تر ټولو زياتې ځپلې كېږي٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔8 مارچ(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي د جنګونو د لاسه تر ټولو زياتې مېرمنې ځپلې كېږي او سره د دې په سفارتي ډګر د دوي نمائندګي كمه ده۔ د سعودی ابلاغ ذريعو له مخې د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګې ايګزيكټيو ډائرېكټر سيما باهوس نړيوالې ورورولۍ څخه په ګرده نړۍ كښې د مېرمنو تحفظ او دوي ته د خپلو حقونو وركولو له د كردار ترسره كولو غوښتنه وكړه۔ دې په سلامتي كونسل كښې د ’’ مېرمنو ، سلامتيا او امن‘‘ په سرخط رابللې غونډه كښې ووئيل مونږ له به دا خبره ياد ساتل وي چې نه خو مونږ امن سره په اړوندو خبرو كښې كوم بدلون رامخې ته كړے شو او نه مو د هغه خلقو لاس ونيولو كوم چې په مېرمنو ظلم او زياتے كوي۔ دې د افغانستان په اړه خپلو خبرو كښې ووئيل دغلته د مېرمنو پوهنتونونو او پاركونو ته په تللو بندېزونه لګولې شوي ۔ دغسې ملازمتونو څخه هم ويستلې شوي ۔ د روسيه – يوكرېن شخړې په اړه دې ووئيل د جنګ د لاسه چې كومو 80 لکه يوكرېني وګړو هېواد پرېښودو په هغوي كښې 90 فيصده مېرمنې او كوچنيان شامل وو او كوم كسان چې د هېواد دننه بې كوره شوي په هغوي كښې هم 70 فيصده مېرمنې شاملې دي۔ دې په نړيوالو لارښودو زور راوړو چې هغوي په كال 2000 كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د منظور شوو قراردادونو له مخې كار وكړي په كومو كښې چې د شخړو په حل او د مېرمنو په حقونو زور راوړلے شوے ۔ غونډې ته د امريكې سفير لنډ تھامس ګرين فيلډ هم خطاب وكړو۔ ده په خپلو خبرو كښې د یوکرین، صومالیه او نورو جنګ ځپليو سيمو ذكر كولو سره ووئيل دغلته تر ټولو زياتې مېرمنې ځپلې كېږي او د باقاعده منصوبه بندۍ لاندې زور او زياتي سره مخ كېږي۔










