فلپائن كښې د 6 شدت زلزله ٬ د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې

منېلا۔7مارچ(اے پی پی) په فلپائن كښې د 6 شدت زلزله ريكارډ كرې شوه۔ د زلزلې د لاسه تر دې دمه د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ د فرانس خبري اژانس له مخې امریکائي جيولوجيكل سروے وئيلي دي په فلپائن كښې د نهې په ورځ ماسپخين دوه بجې د منډاناؤ جزيرې په غرئيز ولايت داواؤ ډي اورو كښې ماراګوسان میونسپلټی څه يو څو كلوميټره لرې د زلزلې جړقونه …

منېلا۔7مارچ(اے پی پی) په فلپائن كښې د 6 شدت زلزله ريكارډ كرې شوه۔ د زلزلې د لاسه تر دې دمه د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ د فرانس خبري اژانس له مخې امریکائي جيولوجيكل سروے وئيلي دي په فلپائن كښې د نهې په ورځ ماسپخين دوه بجې د منډاناؤ جزيرې په غرئيز ولايت داواؤ ډي اورو كښې ماراګوسان میونسپلټی څه يو څو كلوميټره لرې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې شدت يۍ په رېكټر سكېل 6 ريكارډ كړے شو۔ د زلزلې مركز په زمكه كښې 10 كلوميټره ژور ؤ ۔ بلخوا ځايي چارواكو د آفټر شاكس او ممكنه زيان خبردارے جاري كړے دے۔

مزید خبریں