کوئټه۔7مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو صوبائي صلاحكار ميټھا خان كاكړ په بولان كښې د بلوچستان كانسټېلري په ګاډي د ترسره شوي بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي د شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي۔ ده په پېښه كښې شهيد شويو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مونږ به د خپلو امنيتي ځواكونو ترڅنګ ودرېدو سره دښمن په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كوؤ۔ صوبائي صلاكار په پېښه كښې د شهيد شويو لوړو درجو او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ ده زياته كړه چې حكومت به د مجرمانو خپل انجام ته رسولو كښې هېڅ ډول كمې نه كوي۔