سرائيكي كلتور او ژبه د پنجاب په ښېرازه كلتور كښې يو ځانګړې پېژندګلو لري٬ د پنجاب ګورنر محمد بليغ الرحمن د سرائيكي كلتور ورځې په مهال پېغام

لاهور۔6 مارچ (اے پی پی) د پنجاب ګورنر محمد بليغ الرحمن وئيلي دي د سيمه ايزو كلتورونو ورځ په نمانځلو نه يواځې د منطقې بېلو كلتورونو په اړه معلومات ترلاسه كېږي بلكې دې سره ورورولي او يو والې ته هم وده تر لاسه كېږي ۔ د سرائيكي كلتور ورځې په موقع خپل پېغام كښې د پنجاب ګورنر ووئيل پنجاب د بېلو كلتوري رنګونو زمكه ده كومه چې د دې ښكلا لا زياتوي۔ ده ووئيل په پنجاب كښې ژوند كوؤنكي خلق او بېل كلتورنه د يويوالي عكاسي كوي۔ ده ووئيل سرائيكي كلتور او سرائيكي ژبه د پنجاب په ښېرازه كلتور كښې يو ځانګړې پېژندګلو لري