پیښور 06 مارچ (اے پي پي)د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام د پاكستان مسلم ليګ(ن)د مومند ضلعې پلاوي د ضلعي لارښود تاج علي په مشرۍ كښې ملاقات كړے۔پلاوي سره په خبرو كښې امير مقام ووئيل د هېواد د نورو برخو پشان ضلع مومند كښې هم د پاكستان مسلم ليګ(ن)مقبوليت زيات شوے او ګوند يو منظم سياسي قوت جوړ شوے ٬راتلونكو ټول ټاكنو كښې به پاكستان مسلم ليګ(ن)د دې ځاې څخه په لوي اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړي۔ده ووئيل انشاﺀ الله راتلونكو ټول ټاكنو كښې د كاميابۍ نه پس به مومند ضلع د پرمختګ منازل ترسره كړي۔پلاوي د امير مقام د خذمات ستائنه او خپلې دروازې د هر خاص او عام لپاره په پرانستلو د هغه مننه وكړه