ماسكو 06 مارچ (اے پي پي)روس وئېلي دي هند٬سوريه او د انډونېزيا پشمول د 6 هېوادونو سره د ويزې په آسانۍ سره د جاري كولو په لوظ نامه كار روان دے ۔د روسيې خبري اژانس له مخې نائب خارجه وزير يوګيني ايوانوف جاري بيان كښې وئېلي دي روس هند٬سوريه او د انډونېزيا پشمول 6 هېوادونو سره د ويزې په آسانۍ سره د جاري كولو لوظ نامه كوي۔نائب خارجه وزير انكشاف كړے چې روس د بحرين٬عمان٬سعودي عرب٬بهاماس٬بارباډوس٬هيټي٬زيمبيا٬كويت٬ملائېشيا٬مېكسيكو او ټرينيډاډ او ټوباګو پشمول 11 هېوادونو سره د ويزا فري سفر په لوظ نامو هم كار كوي