کوالمپور 04 مارچ (اے پي پي) ملائیشیا كښې د سېلاب له امله 3 كسان مړه او 40 زره څخه زيات كسان بے كوره شوې دي۔د چین خبررسني ادارې د ملائشیا حکومتی شميري په اړه ووئيل سېلاب له امله په ځيني رياستونو كښې 40,000 څخه زيات كسان بے كوره شوي او تر ټولو زيات جوهر رياست ځپلې شوي چرته چې 37,000 څخه زيات وګړي سېلاب امدادی مرکزونو ته منتقل کړې شوي دغسې جزیره نما ملیشیا ریاستونو پهانګ، نیګیری سمبیلان، ملاکا كښې د انخلا شميره كمه ده۔فائر اینډ ریسکیو ډیپارټمنټ ډپټي ډائریکټر جنرل ایډون ګیلان ټیروکی د ځپليو سيمو دورې نه پس ووئيل جوهر كښې د سېلاب مخنيوي لپاره مرستي له چورلكي او اضافی بيړۍ لېږلې شوي۔ده ووئيل كه په هېواد كښې د سېلاب صورتحال نور خرابېږي نو محکمه اضافی افرادی قوت او آلات متحرك كولو له چمتو ده۔