میانمار كښې ټرافكي پېښه 5 كسان مړه ، 30 ژوبل

نیپیداو 04 مارچ (اے پي پي) میانمار كښې د بس چپه كيدو په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 30 ژوبل شوې دي۔د چین خبررسني ادارې له مخې ریسکیو تنظیم ټی ای آر ټی (ټونګو ایمرجنسی ریسکیو) وياند یو من تھو میډیا ته ووئيل په ینګون منډالے هائی وے مائلپوسټ 167 سره نزدې د مسافرو بس تند رفتارۍ له امله چپه شوې چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان په ټكي مړه او 30 نور ژوبل شوې دي۔ ریسکیو اهلکارو مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې دي چرته چې د ځيني ژوبل كسانو حالت اندېښمن دې۔