ټوكيو 03 مارچ (اے پي پي)جاپان د يوكرين مرستې لپاره د 22.4 بلين ين(تقريبا 164 ملين امريكائي ډالر)ګرانټ دستاويزات لاس ليك كړی۔د روس خبري اژانس ادارې له مخې خارجه وزارت وئېلي دي چې په يوكرين كښې د جاپان سفير کنینوری متسوډا او د يوكرين نائب وزيراعظم اليګزينډر كورباكوف په دې دستاويزات لاس ليك وكړو۔دا فنډ به د بنيادي ډهانچې او كركيلې بحالۍ لپاره استعمالولې شي۔د يادونې وړ ده چې جاپان روان كال د جنورۍ په 17مه نېټه يوكرين ته د جاپان انټرنېشنل كوآپرېشن ايجنسۍ(جي آئي سي اے)جاري شوې 1.8 بلين ين (60.6 ملين امريكائي ډالر)د قرض ادائيګي تر غېر معينه مودې معطل كولو اجازې وركولو پريكړه كړې وه د كومې ادائيګي چې په كال 2027 كښې پیل كېدونكې وه