مقبوضه بېت المقدس 03 مارچ (اے پي پي)د اسرائيلي ځواكونو لخوا په مقبوضه لوېديزه پوله د ډزو په نتيجه كښې 15 كلن د فلسطين هلك شهيد او د يو ماشوم پشمول دوه كسان ژوبل شوې دي۔د فرانس خبري اژانس له مخې د فلسطين روغتيا وزارت وئېلي دي چې اسرائيلي ځواكونو د لوېديزې پولې په شمالي ازون ښار كښې د بريد په مهال ډزې وكړې چې له امله يې 15 كلن د فلسطين هلك محمد ندال سليم شهيد او د يو ماشوم پشمول دوه كسان ژوبل شوي چې پكښې د يو ماشوم حالت اندېښمن دې