ميپوټو 03 مارچ (اے پي پي) د افريقې سوئېلي ختيز پولې سره ټكر شوې سمندري طوفان فريډي له امله 14 كسان مړه شوې دي۔د تركيې خبري اژانس له مخې د ملګرو ملتونو په رپورټ كښې وئېلي شوي دي چې د زياتو بارانونو نه پس د راغلې سمندري طوفان له امله د ختيز افريقې هېواد په مډغاسكر او موزمبيق كښې 14 تنه مړه شوې دي۔مډغاسكر كښې تقريبا 226 زره او موزمبيق كښې 163 زره كسان د سمندري طوفان له امله ځپلې شوي او د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر ودانۍ په اوبو كښې ډوبې شوې دي