تهران01 مارچ (اے پی پی)ايران د المان دوه سفارتكار ناخوښه شخصيات ګرځولو سره هغوي ته له هېواد څخه د وتلو احكامات جاري كړي۔د چين ابلاغ ذريعو له مخې د ايران خارجه وزارت وياند ناصر كناني وئېلي چې د هېواد په داخلي او عدالتي چارو كښې لاس وهنې له امله د المان دوه سفارتكار ناخوښي ګرځولې شوي او هغوي ته د هېواد پرېښودلو امر شوے دے۔ بل اړخ ته تر دې دمه د المان حكومت لخوا د ايران په دې اقدام كوم ردعمل نه دے رامخې ته شوې۔