پیښور01 مارچ (اے پی پی)په خېبرپښتونخوا كښې د تېرې فرورۍ مياشتې په مهال د پوليس او امنيتي ځواكونو 13 آپرېشنز كښې 40 ترهه ګر وژل شوي۔ په دې اړه د جاري شوي دستاويز له مخې په فرورۍ كښې د خېبرپښتونخوا پوليس او امنيتي ځواكونو په 13 آپرېشنز كښې 40 ترهه ګر وژلي او په دغه مهال 2 اهلكار شهيد او دوه نور ژوبل شوي۔ په خېبرپښتونخوا كښې د تېرو 3 مياشتو په مهال د ترهه ګرۍ 193 پیښې رامخې ته شوي٬ د ګډې عمليات د صوبې په 7 ضلعو لكي مروت٬شمالي او جنوبي وزيرستان٬پېښور٬صوابۍ٬ نوښار او بنو كښې شوي چې پكښې په شمالي وزيرستان كښې 9 او لكي مروت كښې 24 ترهه ګر وژل شوي۔ د عملياتو په مهال 21 ترهه ګر نيولې شوي هم دي۔