جنيوا 28 فروری(اے پی پی)ملګرو ملتونو وئېلي دي په يمن كښې د تعميرنو او بحالۍ لپاره د 4.3 ارب ډالره سخت ضرورت دے۔د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې په جنيوا كښې په يمن ډونرز كنفرنس كښې د ملګرو ملتونو لخوا په يمن كښې د تعمير نو او بحالۍ لپاره د 4.3 ارب ډالره د رخواست شوے او امريكې د بشري همدردۍ په بنياد د 40 كرور ډالره څخه د زياتې مرستې وركولو اعلان كړے۔د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن وئېيل دي په يمن كښې په لاكهونو كسان د نړۍ بدترين بشري بحران سره مخ دي٬د هغوي مصائب كمولو لپاره امريكا عزم لري۔ده په ډونرز هېوادونو زور راوړو چې هغوي د ملګرو ملتونو درخواست له مخې په 4.3 ارب ډالر جمع كولو كښې خپل كردار ادا كړي۔ملګرو ملتونو وئېلي دي په جنګ ځپلې هېواد كښې د لاكهونو كسانو مرستې لپاره د 4 ارب ډالرو څخه زيات رقم ته ضرورت دے۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس عطيه وركونكو ته د وېنا كولو په مهال وئېلي دي په يمن كښې د اوسني بحران له امله د پیدا شوي صورتحال په سبب بشري ضروريات تر حيران كن حد رسېدلې۔د ملګرو ملتونو لخوا جاري شوي رپورټ كښې انكشاف شوے چې د يمن خلق زمونږ د ملاتړ مستحق دي۔په ضرورت مندو كسانو كښې 17 ملين څخه زيات كسان په ناوړه حالت كښې ژوند كوي۔په جنيوا كښې د اعلٰی كچ كنفرنس شريك كوربتوب سويډن٬سوئټزرلينډ او ملګرو ملتونو كړے۔په كنفرنس كښې د المان خارجه وزير اينا لينابير بوك وئېلي دي د يمن مرستې لپاره به زمونږ هېواد 120 ملين يورو(127 ملين)وركوي۔د يادونې وړ ده د يمن جنګ پیل كېدو نه پس تراوسه د وركړی شوې مرستې ماليت 5 ارب 40 كروړه ډالره څه زيات شوے۔