د داعش عسكري ونګ كمانډر ووژل شو۔طالبان

كابل 28 فروری(اے پی پی) افغان امنيتي ځواكونو د داعش عسكري ونګ كمانډر وژلے دے۔د سعودي خبري اژانس له مخې د طالبانو حكومت وياند ذبيح الله مجاهد وئېلي دي د طالبانو امنيتي ځواكونو په افغانستان كښې د داعش عسكري ونګ كمانډر وژلے دے۔مجاهد د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د شپی په چهاپه كښې د داعش دوه عسكريت خوښو د مرګ او د درېم په حراست كښې د اغستو اعلان كړے ۔ده ووئيل د عملياتو په مهال د طالبانو ځواكونو كوم ځاني زيان نه دے شوے۔طالبانو ادعا كړی چې په پايه تخت كابل كښې د اوسنو منظمو پیښو په شا د داعش لاس ؤ ۔