د افغان ځواكونو كاروائي٬د داعش 2 غړي مړه٬يو ونيولے شو

كابل 27 فروري (اے پي پي) افغان امنيتي ځواكونو د داعش عسكريت خوښو په اډو بريد كولو سره دوه عسكريت خوښي وژلي او يو نيولے دے۔د چين خبري اژانس له مخې د افغانستان عبوري حكومت وياند ذبيح الله مجاهد وئېلي دي د افغان امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د كابل په خيرخانه سيمه كښې د داعش عسكريت خوښو په اډو بريد كړے چې له امله يې د داعش 2 غړي مړه او يو نيولے شوے۔امنيتي ځواكونو د كاروائيو په مهال د دوه ټوپكو پشمول وسله او چاودېدونكي توكي هم تر لاسه كرې دي