پېنډۍ ۔27 فروری(اے پی پی) د پاكستان عسكري مشرتابه د’’آپرېشن سوئفټ ریټارټ‘‘4 كاله په بشپړېدو د پاكستان وسله والو ځواكونو او اولس ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د پاكستان په ضد د كوم هم جارحيت په نتيجه كښې به جنګ د دښمن په سيمه كولے شي۔ ډی جی آئی اېس پی آر د خپل ټويټ د لارې په سرپرائز ډے د چیئرمېن جوائنټ چیفس آف سټاف …
د پاكستان عسكري مشرتابه د’’آپرېشن سوئفټ ریټارټ‘‘4 كاله په بشپړېدو وسله والو ځواكونو او اولس ته د عقيدت پېرزوئنې كوي
پېنډۍ ۔27 فروری(اے پی پی) د پاكستان عسكري مشرتابه د’’آپرېشن سوئفټ ریټارټ‘‘4 كاله په بشپړېدو د پاكستان وسله والو ځواكونو او اولس ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د پاكستان په ضد د كوم هم جارحيت په نتيجه كښې به جنګ د دښمن په سيمه كولے شي۔ ډی جی آئی اېس پی آر د خپل ټويټ د لارې په سرپرائز ډے د چیئرمېن جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ او درې واړو وسله والو ځواكونو مشرانو پېغام جاري كړے په كوم چې هغوي د’’آپرېشن سوئفټ ریټارټ‘‘4 كاله په بشپړېدو د پاكستان وسله والو ځواكونو او اولس ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړي۔ عسكري مشرتابه وئيلي دي هند د پلوامه فالس فلېګ آپرېشن څخه وروستو د بزدلانه بريد هڅه كړې وه ٬ د آپرېشن سوئفټ ریټارټ په موقع وسله والو ځواكونو او اولس د قوي عزم څرګندونه كړې ٬ پاكستان فعاله او په زړه ور ځواب وركولو هند په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړے ۔ 27 فروری د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستانے اولس په سوله باور لرونكے دے ، وسله وال پوځ د هېواد د ساتنې بشپړ صلاحيت لري او دې لپاره چمتو دے۔ د پاكستان په ضد د كوم هم جارحيت په نتيجه كښې به جنګ د دښمن په سيمه كولے شي۔ د آئی اېس پی آر لخوا زياته كړې شوې چې د پاكستان په ضد د كوم هم اېډونچر ځواب به وسله وال پوځ او اولس په بشپړ قوت سره وركوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د كال 2019 فرورۍ مياشتې په 27 مه نېټه د پلوامه بريد بې بنسټه پروپېګنډې او كنټرول لائن څخه د راوړېدو په تېروتنه پاکستان هند ته د “آپرېشن سوئفټ ریټارټ” په صورت په زړه پورې ځواب وركړے ؤ ۔ څلور كاله وړاندې هم په دې ورځ پاك هوائې پوځ دوه هندي الوتكې رانسكورې كړې وې او د هند ونګ كمانډر ابھینندن ئې ژوندے نيولے ؤ ۔ دغې څخه وروستو ” Tea Is Fantastic” د هند هوائي پوځ ناكامه استعاره وګرځېده











