جکارته۔27فروری(اے پی پی) د انډوينشيا په سولوېسي ولايت كښې د 5.5 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي دي۔ د چينائي خبري اژانس له مخې موسميات او جيو فزكس اژانس وئيلي چې د انډونيشيا په سولاوېسي ولايت كښې د ګل په سهار د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول٬ چې شدت يۍ په رېكټر سكېل 5.5 ريكارډ كړې شوې دې۔ د زلزلې مركز په زمكه كښې 10 كلوميټره ژور وو۔ بياهم زلزلې څخه …
په انډونيشيا او چين كښې د زلزلې جړقونه

مزید خبریں
جکارته۔27فروری(اے پی پی) د انډوينشيا په سولوېسي ولايت كښې د 5.5 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي دي۔ د چينائي خبري اژانس له مخې موسميات او جيو فزكس اژانس وئيلي چې د انډونيشيا په سولاوېسي ولايت كښې د ګل په سهار د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول٬ چې شدت يۍ په رېكټر سكېل 5.5 ريكارډ كړې شوې دې۔ د زلزلې مركز په زمكه كښې 10 كلوميټره ژور وو۔ بياهم زلزلې څخه وروستو كوم سونامي الرټ نه دې جاري كړې شوې۔ بلخوا د چين د سنكيانګ ايغور په وېنسو كاؤنټي او اكسو پرفېكچر سيمو كښې هم د 5.1 شدت زلزله ريكارډ كړې شوې ده ٬ د دې مركز هم زمكه كښې 10 كلوميټره ژور وو۔ د زلزلې د لاسه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔










