د بلوچستان باركھان سيمه كښې د بمي چاؤدني په نتيجه 4 كسان مړه، 12 ژوبل

كوئټه 26 فروري (اے پي پي) د بلوچستان باركھان سيمه كښې په بمي چاؤدنه كښې 4 كسان مړه دغسې د ماشومانو پشمول 12 كسان ژوبل شوې دي۔پولیس له مخې ركھنی بازار كښې د هوټل په خوا كښې بمي چاؤدنه د اتوار په ورځ هغه مهال شوي كله ځې هلته ګڼ شمير وړګي راجمع شوې ؤ۔ چاؤدنه شدت له امله ټوله سيمه وجړقيدله دغسې د چاؤدني غږ تر لري لري اوريدلې شوي۔ پولیس له مخې اطلاع ترلاسه كيدو سره پولیس او د قانون نافذ كونكو نورو ادارو اهلكار د پېښي ځائې ته رسيدلي۔سيمه ولقه كښې اخستلو سره ئې مړه او ژوبل كسان روغتون ته رسولې دي۔د چاؤدني له امله خوا او شا دكانونو، موټرسائیكلو او ریړھیو ته هم زيان رسيدلې۔ پولیس له مخې د چاؤدني په نتيجه كښې درې كسان په ټكي مړه او څلورم په روغتون كښې مړ شوې دې۔په پېښه كښې د دوه ماشومانو پشمول 12 كسان ژوبل شوې دي ۔ په ژوبل كسانو كښې د 5 حالت اندېښمن دې كوم چې ډیره غازی خان ته رسولې شوي۔ ابتدائی تفتیش له مخې بم په موټرسائیكل كښې په ځائې كړې شوې ؤ۔ امنيتي ځواكونو د پېښي ځائې څخه شواهد راجمع كولو سره پلټني پيل كړې دي