رياض 24 فروری(اے پی پی)د سعودي عرب شاه سلمان د مرستې او بشري خذمات مركز وياند ډاكټر سامر الجطیلی وئېلي دي د سعودي عرب لخوا د سوريې زلزله ځپليو لپاره د مرستې سامان 20 ټركونه سوريې ته رسېدلې دي ۔د سعودي خبري اژانس له مخې په رياض كښې مېډيا سره په خبرو كښې د سعودي عرب شاه سلمان د مرستې او بشري خذمات مركز وياند ډاكټر سامر الجطیلی وئېلي دي …
د سعودي عرب لخوا د شام زلزله ځپليو لپاره د مرستې سامان 20 ټركونه شام ته ورسېدل

مزید خبریں
رياض 24 فروری(اے پی پی)د سعودي عرب شاه سلمان د مرستې او بشري خذمات مركز وياند ډاكټر سامر الجطیلی وئېلي دي د سعودي عرب لخوا د سوريې زلزله ځپليو لپاره د مرستې سامان 20 ټركونه سوريې ته رسېدلې دي ۔د سعودي خبري اژانس له مخې په رياض كښې مېډيا سره په خبرو كښې د سعودي عرب شاه سلمان د مرستې او بشري خذمات مركز وياند ډاكټر سامر الجطیلی وئېلي دي د مرستې سامان وړونكو ټركونو ټوله شمېره 70 ته رسېدلې ۔د مرستې په قافله كښې د 240 ټن مرستې سامان لېږلے شوے۔ الجطیلی وئېلي دي سعودي عرب د سوريې وروڼو مرستې لپاره د عطيات كمپائن چلولي۔په دې مد كښې تراوسه 450 ملين رياله جمع شوي۔ده ووئيل راتلونكو ورځو كښې به د سوريې ځپليو سيمو كښې د مرستې نوې منصوبې پېل كولې شي چې له مخې به د انسانيت ضروريات پوره كولو سامان په ترجيحي بنيادونو وړاندې كولې شي۔د ځپليو لپاره خيمې٬كمبلې٬درۍ او د څادرو انتظام به كولې شي۔د دې نه علاوه داروګان٬د روغتيا نورې آسانۍ هم وركولې شي ٬ دې څخه به نزدې 3 لكه كسان مستفيد شي










