په لكي مروت كښې د ترهه ګرو په ضد په استخباراتي بنياد عمليات٬د ډزو په تبادله كښې 6 ترهه ګر ووژل شول

پیښور 23 فروری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا كاونټر ټيرارزم ډيپارټمنټ(سي ټي ډي)بنو او د لكي پوليس ډاډيواله تهانې په حدود كښې په شريكو كاروائيو كښې د ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله كښې 6 ترهه ګر وژلې دي۔د پوليس له مخې پوليس ته چې كله اطلاع ترلاسه شوه چې په بېلو بمي بريدونو او د ترهه ګرۍ په وارداتونو كښې ككړ ترهه ګر د ډاډيواله تهاڼې په سيمه كښې موجود …

پیښور 23 فروری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا كاونټر ټيرارزم ډيپارټمنټ(سي ټي ډي)بنو او د لكي پوليس ډاډيواله تهانې په حدود كښې په شريكو كاروائيو كښې د ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله كښې 6 ترهه ګر وژلې دي۔د پوليس له مخې پوليس ته چې كله اطلاع ترلاسه شوه چې په بېلو بمي بريدونو او د ترهه ګرۍ په وارداتونو كښې ككړ ترهه ګر د ډاډيواله تهاڼې په سيمه كښې موجود دي او په عباسه چوكۍ د بريد منصوبه بندي كوي۔په دې د لكي مروت پوليس او د بنو سي ټي ډي ډلې د ترهه ګرو په اډو انټيليجنس بيسډ عمليات لپاره ورسېدل نو ترهه ګرو په پوليس د څو اړخونو څخه ډزې پېل كړی۔پوليس هم ځوابي ډزې كړې جې پكښې 6 ترهه ګر وژلے شوي ٬ د څلورو شناخت د ضياالله عرف كوچې٬صفت الله عرف ډرون٬محب الله او كليم الله عرف فقير په نامه څخه شوے او د نورو وژلے شوو ترهه ګرو شناخت روان دے۔وژلے شوي ترهه ګر په پوليس بريدونو او د ترهه ګرۍ په پېښو كښې ككړ وو۔(