ماسكو 23 فروري٠اے پي پي) د روس خارجه وزارت وئېلې دي د روس او چين په امن منصوبه كومې خبرې نه دي شوي ٬ د روسيه خبري اژانس تر مخه د روس خارجه وزارت وياندې ماريه زخارووا وئېلې دي د روسيه خارجه وزير سرګۍ لاروف او د چين د رياستي كونسلر وانګ پي تر مينځه د چين او روس تر مينځه د روسيه او يو كرين شخرې په بابله تر اوسه به كومه امن وړاندېز خبرې نه دي شوي ٬ده وئېلې دي زمونږ د چين شراكت دارو د يوكرېن بحران د بنيادي وجوهاتو سره د هغې د سياسي حل په حقله د نقطه نظر به اړه د خپلو خيالاتو وضاحت كړے خو د كومې خاص منصوبې په بابله كومه خبره نه ده شوې ٬ ياد دې وي وانګ پي وړاندې اوونۍ په ميونخ امنيتي كانفرنس كښې د خپل امن تجويز زكر كړے ؤ جې پكښې هغه وئېلې وو چې مونږ په د يوكرېن په بحران د سياسي تصفيې لپاره د چين موقف وړاندې كوو۔