کوئټه۔22فروری(اے پی پی) بلوچستان اسمبلۍ كښې حكومت دا خبره باوري كړې چې په باركھان كښې د درېو كسانو د وژنې پېښې به بې پرې پلټنې كولې شي او په دغه پېښه كښې ككړ كسان به انصاف سره مخامخ كولې شي۔ د شورؤ په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د دوهم سپيكر سردار بابر موسی خېل په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښی د اسمبلۍ غړو په باركھان كښې د يوې …
په باركھان كښې د درېو كسانو د وژنې پېښې به سپېځلې پلټنې كولې شي ٬ د بلوچستان داخله وزير ضياﺀ لانګو

مزید خبریں
کوئټه۔22فروری(اے پی پی) بلوچستان اسمبلۍ كښې حكومت دا خبره باوري كړې چې په باركھان كښې د درېو كسانو د وژنې پېښې به بې پرې پلټنې كولې شي او په دغه پېښه كښې ككړ كسان به انصاف سره مخامخ كولې شي۔ د شورؤ په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د دوهم سپيكر سردار بابر موسی خېل په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښی د اسمبلۍ غړو په باركھان كښې د يوې مېرمنې په شمول د درېو كسانو د وژنې پېښې غندنه كولو سره په دغه پېښه كښې د ككړو كسانو د نيولو غوښتنه وكړه۔ داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو ايوان ته ووئيل اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو د پېښې فوري نوټس اغستو سره د اعلی كچ پلټنيو له د جے آئي ټي تشكيلولو احكامات جاري كړي ، په دې پېښه كښې چې څوك هم ككړ وموندلے شؤ هغه به سختې سزا سره مخامخ كولې شي۔ د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه كښې د پبلك سروس كمېشن كلن رپورټ (2020) هم وړاندې كړے شو۔ دغسې وروستو غونډه د فرورۍ تر 23 مې نټې وځنډولې شوه۔









