د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د پانامه ليكس كېس په اړه عدالتي پرېكره چېلنج كولو سره سپريم كورټ كښې د بيا كتنې پټيشن جمع كړو۔

اسلام آباد ۔ 21 اګست (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېناتور اسحاق ډار د پانامه ليكس كېس په اړه عدالتي پرېكړه چېلنج كولو سره سپريم كورټ كښې د بيا كتنې پټيشن جمع كرې۔ د ګل په ورځ د اېډووكېټ شاهد حامد د لارې په جمع كړې شوي خواست كښې د تحريك انصاف مشر عمران خان ٬ نېب ٬ اېف بي آر٬ د قانون او انصاف ډويژن سېكتر او …

اسلام آباد ۔ 21 اګست (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېناتور اسحاق ډار د پانامه ليكس كېس په اړه عدالتي پرېكړه چېلنج كولو سره سپريم كورټ كښې د بيا كتنې پټيشن جمع كرې۔ د ګل په ورځ د اېډووكېټ شاهد حامد د لارې په جمع كړې شوي خواست كښې د تحريك انصاف مشر عمران خان ٬ نېب ٬ اېف بي آر٬ د قانون او انصاف ډويژن سېكتر او داخله سېكتر فريق جوړو سره عدالت ته خواست شوے چې د تېرې جولائي مياشتې 28مې نېټې پرېكړه دې كالعدم وګرځولې شي او د بيا كتنې په خواست دې تر حتمي پرېكړې راتلو دعدالتي پرېكړې په عمل درآمد دې حكم امتناعي جاري كړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې عدالت پرېكړه كښې نېب ته حكم كړے وو چې د آمدن معلومو ذريعو څخه د زياتې اثاثې او سرمايې په ساتلو د خزانې وزير اسحاق ډار په ضد رېفرېنس دائر كړي۔ د بيا كتنې په خواست كښې وئيلي شوي چې د28 جولائی په پرېكره عملدرآمد سره اړوند د سترې محكمې حتمي آرډر او د نېب لخوارېفرنس دائر كولو او د سترې محكمې د يو جج لخوا د احتساب عدالت د كاروائۍ نګراني كول د آئين د آرټيكل 175 (2) (3) و 203 او نورو شقونو خلاف ورزي ده۔ خواست كښې دا هم وئيلې شوي دي چې په عدالتي پرېكړه كښې د خواست كوؤنكي په اړه جے آئي ټي ته هېڅ هدايت وركړې شوې نه وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د جسټس سعيد آصف كھوسه په مشرۍ كښې جسټس اعجاز افضل خان، جسټس ګلزار احمد، جسټس شېخ عظمت سعید او په جسټس اعجاز الاحسن مشتمل د سپریم کورټ 5 كسيزه بنچ د پانامه ليكس پرېكړه اورولو سره نېب ته حكم كړے وو چې هغه د جے آئي ټي لخوا د جمع كړي شوي مواد او ريكارډ په بنياد دے د پخواني وزيراعظم نواز شريف ٬ د ده د بچو او د نورو په ضد د پنډۍ ٬ اسلام آباد احتساب عدالتونو كښې 6 اوونو كښې ریفرنس دائر كړې شي۔ دلته دا خبره هم د ذكر وړ ده چې پخواني وزيراعظم عدالتي پرېكړې ته بيا كتنه كولو له درې بېل خواستونه جمع كړي دي

مزید خبریں