په مستونګ كښې د لېويز په پوسته د ترهګرو بريد ٬ د ډزو په تبادله كښې دوه اهلكار شهيدان ،اسسټنټ کمشنر

کوئټه۔21 فروری(اے پی پی) د بلوچستان په مستونګ سيمه كښې نامعلومه وسله والو د ليوېز په پوسته بريد كړے ۔ د بريد په مهال د لېويز فورس ځوانانو او د ترهګرو ترمينځه د ډزو تبادله كښې دوه ليويز اهلكار شهيدان شوي ۔ د مستونګ اسسټنټ کمشنر برکت بلوچ له مخې د نهې په سهار مستونګ ببري ته نزدې په لېويز پوسته نامعلومه وسله والو بريد وكړو۔ د بريد په نتيجه …

کوئټه۔21 فروری(اے پی پی) د بلوچستان په مستونګ سيمه كښې نامعلومه وسله والو د ليوېز په پوسته بريد كړے ۔ د بريد په مهال د لېويز فورس ځوانانو او د ترهګرو ترمينځه د ډزو تبادله كښې دوه ليويز اهلكار شهيدان شوي ۔ د مستونګ اسسټنټ کمشنر برکت بلوچ له مخې د نهې په سهار مستونګ ببري ته نزدې په لېويز پوسته نامعلومه وسله والو بريد وكړو۔ د بريد په نتيجه كښې دوه كسان منظور احمد او محمد اسلم شهيدان شول۔ نامعلومه وسله والو د اهلكارو وسله د ځان سره وړې او د پېښې له ځائې څخه تښتېدلي ۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو امنيتي ځواكونه او لېويز انتظاميه د پښې ځائې ته رسېدلي ۔ دوي د اهلكارو مړي نزدې روغتون ته مننقل كړي ٬ بلخوا مستونګ كښې ځواكونو سيمه محاصره كړې او په پېښه كښې د ككړو لټون له يۍ عمليات پېل كړي